د امارتي شرکتونو لوي ریاست

زموږ ماموریت او ارزښتونه

زموږ ماموریت

  • د امارتي شرکتونو بیا راژوندي کول:
    د هغو فابریکو او شرکتونو بیا فعالول چې په تیرو جګړو کې زیانمن شوي یا بند پاتې شوي دي، لکه د بغلان بورې فابریکه، د کندهار نساجي او د بلخاب د ډبرو سکرو کان .

  • د ملي زیرمو څخه ګټه اخیستنه:
    د کانونو، برېښنا، اوبو او ګازو په څېر ملي سرچینې په سیستماتیک ډول استخراج او خلکو ته وېشل .

  • د اقتصادي زیربناوو پراختیا:
    د لویو ملي پروژو تطبیق، لکه د قوش تېپې کانال، د برېښنا لیږد مزو، او د نوري فایبر شبکې بشپړول .

  • د کار فرصتونو رامنځته کول او د بې وزلۍ کمول:
    د بېکاره فابریکو په بیا فعالولو او نویو پروژو په پیل کولو سره د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول.

زموږ لید

د امارتي شرکتونو د لوی ریاست لید د افغانستان د اقتصادي ځان بساینې او پرمختګ ترلاسه کول دي. دوی هڅه کوي چې هېواد د یو قوي اقتصادي ځواک په توګه رامنځته کړي، چېرته چې دولتي شرکتونه د ملي تولید، صنعت او خدماتو په برخه کې مخکښ رول ولوبوي، او په تدریج سره واردات کم او صادرات زیات کړي.

زموږ ارزښتونه

  1. اقتصادي مقاومت:
    د هېواد د طبیعي سرچینو او کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا سره بهرنیو فشارونو ته د دوام ورکولو وړتیا .

  2. ځان بسیاینې:
    د هغو محصولاتو کورني تولید ته لومړیتوب ورکول چې مخکې بهر څخه واردېدل، لکه سمنټو، برېښنا، کرنیز محصولات او نساجي .

  3. خلکو ته خدمت:
    د ارزانه او منظم ترانسپورټ ، څښاک پاکو اوبو ، او باکیفیته توکو  چمتو کول.

  4. د شفافیت او نظم:
    د خپلو ټولو فعالیتونو، لکه د محصولاتو وېش ، د صادراتو ، او قراردادونو د پلي کولو راپورونه له خلکو سره شریکول.