د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د عمومي رئیس پیغام

مولوي احمد جان بلال

د امارتي شرکتونو لوی ریاست

د امارتي شرکتونو لوی ریاست

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيم

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مشرتابه پيغام!

ګرانو او محترمو هېوادوالو!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست مشرتابه د امارتي شرکتونو د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړولو، په بازار کې د انحصار او احتکار د مخنیوي لپاره په قوي عزم او ارادې سره، خپلو هېوادوالو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.

زه د امارتي شرکتونو لوی ریاست د عمومي رئیس په توګه یادونه کوم، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست تشکیلاتي اډانه، د مسلکيتوب او تخصص په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.
د عمومي شرکتونو رهبري  او د امارتي شرکتونو ټول کارکوونکي، د يو پرمختللي او د ځان بسیا افغانستان لپاره هڅې کوي؛ دا يې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ليد لوري په توګه منلي دي.


زموږ کارکوونکي، له شته سرچینو څخه د غوره اقتصادي ګټې اخیستنې، د چټکو، باکیفیته او پایښت لرونکو چارو ترسره کولو او له خپلو مهارتونو، عصري ټکنالوژۍ او د لوړو معیارونو په اساس، د هېواد هر اړخیز پرمختګ لپاره تر وروستۍ کچې، هڅې کوي.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د امارتي شرکتونو په ښه همغږۍ او مدیریت سره، د اسلامي شریعت،  د هېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو او اصولو په پام کې نیولو سره، د یو انتفاعي بنسټ په توګه له تخنیکي او ټکنالوژيکي پرمختګونو سره، ګام په ګام خپلې چارې پر مخ وړي.

د یو پرمختللي او  پر ځان بسیا افغانستان په هیله!

مولوي احمد جان بلال

د امارتي شرکتونو لوی رئیس

مولوي احمد جان بلال