د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارت امارتي شرکت په پام کې لري چې د مسلکي، ژمنو او باتجربه کسانو د جذب او ګمارنې په موخه خپل ۸ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.

1405/6/5 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارت امارتي شرکت په پام کې لري چې د مسلکي، ژمنو او باتجربه کسانو د جذب او ګمارنې په موخه خپل ۸ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
 
هغه کسان چې کاري تجربه، مسلکي مهارتونه او لازمې وړتیاوې ولري، غوښتنه کېږي چې د اعلان شوو بستونو لپاره دي خپل خلص سوانح، تحصیلي اسناد او د کاري تجربې اسناد په یوه فایل کې د hr@acc.gov.af ایمیل له لارې، د ۱۴۰۵/۶/٥ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۶/۱۲ نېټې پورې ولېږي.
 
یادونه: هر غوښتونکی کولای شي یوازې د یوه بست لپاره خپله نوماندي وړاندې کړي؛ همداراز به یوازې له هغو وړ نوماندانو سره اړیکه ونیول شي چې ټاکل شوي معیارونه یې بشپړ کړي وي.
 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې اړیکې شمېرې، واتساپ شمېرې او ایمیل پتې سره په اړیکه کې شئ:
د اړیکې او واټساپ شمېره: 0731205532
ایمیل hr@acc.gov.af 
 
پته: د افغان کارټ امارتي شرکت، د خواجه رواش سړک، نهمه ناحیه ـ کابل
 
د لا ډېرو معلوماتو لپاره  لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
https://www.acc.gov.af/jobs/en