د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د مسلکي او پر شرایط برابرو کسانو د جذب په موخه خپل ۱۶ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

1405/6/15 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د مسلکي او پر شرایط برابرو کسانو د جذب په موخه خپل ۱۶ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
 
د بستونو عنوانونه:
۱- د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر (۱) بست
۲- د آماده سازۍ انجنیر (۱) بست
۳- د کانونو د جیولوجیکي مطالعاتو عمومي مدیر (۱) بست ( انجنیر)
۴- د کانونو د ایمني تخنیک او برابرولو عمومي مدیر (۱) بست (انجنیر)
۵- د مارکشیدر انجنیر (۱) بست
۶- د برېښنا انجنیر (۲) بستونه
۷- د جیولوژ انجنیر (۱) بست
۸- د جیولوژ او چاپېریال انجنیر (۱) بست
۹- د ایمني تخنیک برابرولو او بیارغونې انجنیر (۵) بستونه
۱۰- د کان کیندنې (استخراج) انجنیر (۲) بستونه
 
پر شرایطو برابر کسان کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۶/۲۴ نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته وسپاري.
 
پته: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه، پلخمري ښار ـ بغلان