د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا، د چوپړتیاوو، تولیدي او اداري فعالیتونو د کیفیت ښه‌والي، له بشري سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې  

1405/6/16 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د مسلکي ظرفیتونو د پیاوړتیا، د چوپړتیاوو، تولیدي او اداري فعالیتونو د کیفیت ښه‌والي، له بشري سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د وړ او شایسته کادرونو د جذب په موخه، خپل شپږ (۶) خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
 
د بستونو عنوانونه:
۱- مالي آمریت، درېیم بست
۲- حقوقي مشاوریت، درېیم بست
۳- د پلان او بودیجې مدیریت، څلورم بست
۴- د دیتور او کریدتور د محاسبې مدیریت، څلورم بست
۵- د کلچې او کېک تولید مدیریت، څلورم بست
۶-  د ژرندو مدیریت، څلورم بست
 
بناءً، ټول هغه کسان چې د اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو او خوراکي موادو د صنعت په برخو کې د لېسانس اسناد ولري او په اړونده برخه کې له ۳ تر ۵ کلونو کاري مخینه ولري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د روان کال د وږي میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې د (info@kabulsilo.gov.af) برېښنالیک له لارې واستوي.
 
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل