د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغان تور امارتي شرکت د کاري چارو د چټکتیا په موخه، ۵۰ تنه موټر چلونکي (ډرایوران) د آزموینې له لارې په دنده ګماري.
شرایط:
- د افغانستان تابعيت ( پېژندپاڼه) ولري.
- قانوني او شرعي اهليت ولري.
- لږ تر لږه ۵ کاله اړونده کاري تجربه ولري.
- عمر يې له ۱۸ تر ۴۵ کلونو پورې وي.
- له هر ډول جنايي مسؤوليت څخه پاک وي.
یادونه: هغه اشخاص چې په پورته شرایطو برابر وي، کولای شي چې د ۱۴۰۴ هـ ل کال، د حوت میاشتې له ۲مې ڼېټې څخه د همدې میاشت تر ۸ مې نېټې پورې، خپل اسنادونه د افغان تور امارتي شرکت، د مالي او اداري چارو ریاست د کارکوونکو عمومي مدیریت ته وسپاري.
پته: د آزادۍ مطبعې ودانۍ، درېیم پوړ، د مکروریانونو څلورلارې ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ:
مبایل شمېره: ۰۲۰۲۱۰۶۸۳۷
وټس اپ شمېره: ۰۷۴۸۰۸۶۱۸۷