د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د کارموندنې خبرتیا

1405/7/4 11:05
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت کار اهل کار ته د سپارلو او د وړ کسانو د ګمارنې په موخه دوه (۴مه درجه) لاندې خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري:
ـ د بېلانس عمومي مدیر
ـ د عوایدو عمومي مدیر
 
پر شرايطو برابر کسان کولای شي چې د نوملیکنې په موخه د زدکړیزو او د کاري مخینې اسنادو، یو قطعه رنګه عکس او پېژندپاڼې سره یو ځای تر ۱۴۰۵/۷/۱۲ نېټې پورې د هلمند پُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو مدیریت ته مراجعه وکړي.
 
یادونه:غوښتونکي باید د اقتصاد په برخه کې د لېسانس تر کچې زدکړې او په اړوند برخه کې لږ تر لږه  یو کال کاري مخینه ولري.
 
پته: د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، لومړۍ ناحیه، لښګرګاه ښار ـ هلمند