د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1404/12/4 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستانه شویو محترمو کډوالو د ملاتړ او د علمي او مسلکي ظرفیتونو د جذب په موخه ځانګړي بستونه په پام کي نيولي دي، تر څو راستانه شوي محترم کډوال د هېواد په اقتصادي ودې او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. هغه محترم کډوال چې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې زده کړې لري، کولای شي خپل تحصیلي اسناد، خلص سوانح (CV) او د مهاجرت اړوند اسناد د لاندې برېښنالیک له لارې له موږ سره شریک کړي. یادونه: ټول اسناد به د اصولو له مخې وارزول شي او پر شرایطو برابرو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. برېښنالیک: qarib042015@gmail.com