د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت د کارموندنې خبرتیا!

1405/7/26 15:21
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کندز سپین‌زر امارتي شرکت د سالمې ادارې رامنځته کولو، د وړ کسانو ګمارنې او کار اهل کار ته  د سپارلو په موخه، خپل ۷ خالي رسمي بستونه او یو قراردادي بست د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
 
د اعلان شویو بستونو نوملړ:
۱-  د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت، ۴م بست (یو بست)
۲-  د ښاري انجنیرۍ مدیر، ۵م بست (یو بست)   
۳-  د حفظ الصحې مامور، ۶م بست (یو بست)
۴-  د تلې مامور، ۶م بست (دوه بستونه)   
۵-  د جن و پرېس او تېلو اېستلو تخنیکي کارکوونکی، ۷م بست (یو بست)
۶-  د چګټ او بخار د تېلو ایستلو تخنیکي کارکوونکی، اووم بست (یو بست)
۷-  ساختماني انجنیر(قراردادي) یو بست
 
پر شرایطو برابر کسان کولای شي د یادو بستونو فورمې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ کاري ورځو پورې د سپین‌زر امارتي شرکت د کارکوونکو چارو له عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي.
 
پته: د کندز سپین‌زر امارتي شرکت، د شرکت ګولایي – کندز