د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/1/20 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت د چارو اسانتیا او چټکتیا، کار اهل کار ته د سپارلو او د کادري کسانو د ګمارنې په موخه د مرکز او ولایتي څانګو لپاره د (۵مې) او (۶مې) کچې (۳۰) بستونه او همدارنګه د موټرچلوونکي (۵۰) بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي. هغه کسان چې پر لاندې شرایطو برابر وي، کولای شي د مرکز او ولایتي څانګو د (۵مې) او (۶مې) کچې بستونو لپاره نوملیکنه وکړي: ۱- جرمي مخینه ونه لري ۲- د اړوند بست په برخه کې ۲ کاله کاري تجربه ۳ - په اقتصاد او یا هم حقوقو او سیاسي علومو کې د لېسانس تر کچې زدکړې د موټر چلوونکو (ډرایورانو) د ګومارنې شرایط: ۱- د موټر چلولو معتبر جواز (لایسنس) درلودل ۲- د افغانستان تابعیت تذکره درلودل ۳- قانوني او شرعي اهلیت لرل ۴- په اړونده برخه کې کافي تجربه ۵- عمر له ۱۸ څخه تر ۵۰ کلونو پورې وي ۶- له هر ډول جرمي مسؤولیت څخه پاک وي غوښتونکي کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه له تذکرې سره یو ځای، په حضوري ډول د ملي بس امارتي شرکت د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته وسپاري او د ازموینې فورم دې ترلاسه کړي. یادونه: د ګمارنې راتلونکي پړاوونه به د عملي او نظري ازموینې له تېرېدو وروسته ترسره شي. پته: د ملي بس امارتي شرکت، د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو ریاست ترڅنګ، لومړي مکروریان – کابل