د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/1/23 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه
د کارموندنې خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوتر امارتي شرکت د علمي او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه خپل ۱۲ بستونه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي دي. هغه کسان چې پر شرایطو برابر وي کولای شي د روان کال د وري میاشتې له ۲۱ تر ۲۹ نېټې پورې خپله سي وي، تحصیلي اسناد او نور اړوند مدارک د departmantit@gmail.com ایمېل پتې ته واستوي. شرایط: • د دندې اړوند لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه • په حقوقو، سیاسي علومو او شرعیاتو کې د لېسانس سند ولري اعلان شوي بستونه: • د پراختیا او تحقق آمریت، (C) ګرېډ • داخلي تفتیش عمومي مدیریت، (E) ګرېډ • بازارموندنې آمریت، (D) ګرېډ • د اموالو د لېږد آمریت، (D) ګرېډ • د بارچلانۍ او ګدامدارۍ آمریت، (D) ګرېډ • ترانزیټ عمومي مدیریت، (E) ګرېډ • ساختماني او انجنیري آمریت، (D) ګرېډ • ترانسپورټ آمریت، (D) ګرېډ • د تخنیکي چارو عمومي مدیریت، (E) ګرېډ • تدارکاتو عمومي مدیریت، (E) ګرېډ • مالي او حسابدارۍ آمریت، (D) ګرېډ • د تفاهم‌لیکونو او تړونونو د تنظیم کارپوه، (E) ګرېډ پته: د افسوتر امارتي شرکت، ګلفروشي کوڅه، شهر نو- کابل د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ: ۰۲۰۲۲۰۱۳۳۱