د کارموندنې خبرتیا!
د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د مسلکي کادرونو د جذب په موخه خپل ۱۴ خالي بستونه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
د بستونو نومونه:
۱- د چمتو کولو(تهیه) عمومي مدیر (۴م) بست
۲- د تخنیکي کنټرول مدیر (۵م) بست
۳- د اداري او مالي اسنادونو د کنټرول مدیر (۵م) بست
۴- د پلان ګذارۍ او تړونونو د تسهیل عمومي مدیر (۴م) بست
۵- د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر (۴م) بست
۶- د قیمت ګذارۍ او برآورد مدیر (۵م) بست
۷- د ډیزاین او طرحې مدیر (۵م) بست
۸- د څېړنې او پراختیا عمومي مدیر (۴م) بست
۹- د کیفیت کنټرول عمومي مدیر (۴م) بست
۱۰- د کپسول جوړونې عمومي مدیر (۴م) بست
۱۱- د مرهم جوړونې عمومي مدیر (۴م) بست
۱۲- د سلوشن جوړونې عمومي مدیر (۴م) بست
۱۳- د داخلي تفتیش د عمومي مدیر فني همکار (۵م) بست
۱۴- د ولایتونو تفتیش د عمومي مدیر فني همکار (۵م) بست
شرایط: په اړوند برخو کې د لېسانس تر کچې زده کړې او دوه کاله کاري تجربه ولري.
پر شرایطو برابر کسان کولای شي د نوملیکنې فورم د ترلاسه کولو په موخه، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۰) کاري ورځو پورې، په حضوري ډول د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، شاه دوه شمشېره، دویمه ناحیه ـ کابل