د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/2/20 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه
د کارموندنې خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت کار اهل کار ته د سپارلو او د مسلکي ادارې رامنځته کولو په موخه، د سوداګریزو چارو کارپوه بست اعلان ته سپاري. د بست شرایط: - په اقتصاد، تجارت او یا هم په اړوند برخه کې تر ماسټرۍ او دوکتورا کچې پورې زدکړې. - په اړوند برخه کې ۲ کاله کاري تجربه. یادونه: پر شرایطو برابر کسان کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ کاري ورځو پورې د نوملیکنې په موخه، د ملي بس امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته، له خپلو اسنادو سره یوځای په حضوري ډول مراجعه وکړي. پته: د ملي بس امارتي شرکت، زنده بانان، ۱۶مه ناحیه - کابل