د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/2/29 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه
د کارموندنې خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت د چارو اسانتیا، چټکتیا او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د کندهار ولایت د ملي بس آمریت د موټر چلوونکي (۱۰) بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري. د موټر چلوونکو (ډرایورانو) د ګومارنې شرایط: ۱- د موټر چلولو معتبر جواز (لایسنس) درلودل ۲- د افغانستان تابعیت تذکره درلودل ۳- قانوني او شرعي اهلیت لرل ۴- په اړونده برخه کې کافي تجربه ۵- عمر له ۱۸ څخه تر ۵۰ کلونو پورې وي ۶- له هر ډول جرمي مسؤولیت څخه پاک وي یادونه: پر شرایطو برابر کسان کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ کاري ورځو پورې د نوملیکنې په موخه، د ملي بس امارتي شرکت د کندهار ولایت ملي بس آمریت ته، له خپلو اسنادو سره یوځای په حضوري ډول مراجعه وکړي. پته: د کندهار ملي بس آمریت ـ کندهار د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ: 0703296650