د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/3/13 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه
د کارموندنې خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت د مسلکي کادر د جذب په موخه، د ( IT مسؤول څلورم خالي بست) د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري. د دندې شرایط او مسؤولیتونه: د زدکړې کچه: - د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ (IT)، سافټویر انجنیرۍ، معلوماتي سیسټمونو یا ورته اړوندې څانګې څخه لږ تر لږه د لېسانس په کچه سند لرل. کاري مخینه: - په معلوماتي ټکنالوژۍ شبکو او کمپیوټري سیسټمونو کې، لږ تر لږه ۲ کاله اړونده کاري مخینه ولري. مسلکي مهارتونه: - د کمپیوټرونو، شبکو او انټرنېټي سیسټمونو د نصب تنظیم او ساتنې وړتیا درلودل. - له وینډوز او اړوندو سافټویرونو سره بلدتیا. - د تخنیکي ستونزو د تشخیص او حل وړتیا. - د معلوماتو د خوندیتوب او بیک اپ اصولو سره آشنایي. - د دري پښتو او د انګلیسي ژبې اساسي پوهه. اصلي مسؤولیتونه: - د ادارې د کمپیوټري شبکو او تجهیزاتو څارنه او ساتنه. - د سافټویرونو نصب - تازه کول او تخنیکي ملاتړ. - د معلوماتو د خوندیتوب او بیک اپ پروسې تطبیق. - د کارکوونکو تخنیکي ستونزو ته پر وخت رسېدنه. - د IT تجهیزاتو د اړتیاوو ارزونه او راپور ورکول. - د ادارې د معلوماتي سیسټمونو د ښه فعالیت ډاډ ترلاسه کول. - د اړوندو راپورونو ترتیب او وړاندې کول. اړین اسناد: - د پېژندپاڼې کاپي - زدکړيز اسناد - د کاري مخینې اسناد - خلص سوانح یادونه: ټول پر شرایطو برابر کسان کولای شي چې خپل اسناد د روان ١٤٠٥ لمريز کال د غبرګولي میاشت تر ٢٢مې نیټې پورې، د ملي بس امارتي شرکت د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته وسپاري. بریښنالیک: MILLIBUS2026@GMAIL.COM پته: د ملي بس امارتي شرکت، ۱۶مه ناحیه، زنده بانان – کابل