د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بلخ نساجۍ امارتي شرکت د مسلکي او باتجربه کسانو د ګمارنې په موخه، د مالي او اداري او د سوداګریز پلان جوړونې آمریتونو دوه (۳یم) بستونه اعلان ته سپارلي دي.
بناءً هغه اشخاص چې په یاده برخه کې د لېسانس تر کچې زدکړې او اړوند برخو کې کاري مخینه ولري، کولای شي له خپلو اسنادو سره یوځای یاد امارتي شرکت ته مراجعه وکړي.
پته: د بلخ نساجۍ امارتي شرکت، پنځمه ناحیه، د مزارشریف ښار – بلخ