د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت د تجربه لرونکو کسانو د ګمارنې، کار اهل کار ته د سپارلو او د مسلکي کسانو د جذب په موخه، په بلخ ولایت کې خپل (۳) خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
د بستونو نومونه:
۱- د چالان محاسبې او وېش مامور (شپږم بست)
۲- جنسي او نغدي معتمد (شپږم بست)
۳- د سجل مامور (شپږم بست)
د ګمارنې شرایط:
۱- د لېسانس تر کچې زدکړې
۲- د پېژندپانې درلودل
۳- د دندې اړوند دوه کلنه کاري تجربه لرل
۴- د خلص سوانح لرل
د اړوند ولایت ټول پر شرایطو برابر کسان کولای شي له ۱۴۰۵/۰۴/۰۳ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۴/۱۳ نېټې پورې خپل غوښتنلیکونه د پېژندپاڼې له کاپي سره یو ځای، په حضوري ډول د بلخ ولایت د ملي بس امارتي شرکت استازولۍ ته وسپاري.