د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت کار اهل کار ته د سپارلو او د مسلکي ادارې رامنځته کولو په موخه، د سوداګریزو چارو کارپوه بست، بیاځلې اعلان ته سپاري.
د بست شرایط:
- په اقتصاد، تجارت او یا هم په اړوند برخه کې تر ماسټرۍ او دوکتورا کچې پورې زدکړې.
- په اړوند برخه کې ۲ کاله کاري تجربه.
یادونه: پر شرایطو برابر کسان کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ ورځو پورې د نوملیکنې په موخه خپل اسنادونه د ملي بس ام.ارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري ډول وسپاري او یا دې هم د millibus2026@gmail.com برېښنالیک پتې ته ولېږي.
پته: د ملي بس امارتي شرکت، زنده بانان، ۱۶مه ناحیه - کابل