د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت د خپلو وسایطو د ترمیم او ساتنې په موخه، د مستري او د مستري یو تن شاګرد خالي بستونه د آزادې سیالي له لارې اعلان ته سپاري.
د بستونو شرایط:
_ د وسایطو د بیارغونې او مستري توب په برخه کې مسلکي شخص وي.
_ باید لږ تر لږه ۱۰ کاله کاري مخینه ولري.
یادونه: ټول هغه پر شرایطو برابر کسان چې په یاده برخه کې د کار کولو لېوالیتا لري، خپل اسنادونه دې له ۱۴۰۵/۴/۹ نېټې څخه د ۱۴۰۵/۴/۱۱ ڼېټې پورې، د افغان تور امارتي شرکت د مالي او اداري چارو ریاست اړوند د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته په حضوري دول وسپاري.
پته: د افغان تور امارتي شرکت، د آزادۍ مطبعې ودانۍ، درېیم پوړ، د مکروریانو څلورلارې ـ کابل