د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د معارف مطبعې امارتي شرکت د هایدلبرګ ماشین لپاره، دوو تنو تخنیکي کارکوونکو او ماشینکارانو ته اړتیا لري، چې په تخنیکي برخو او رنګه چاپ کې کافي مخینه ولري، ترڅو په ورځني او شپني شفټونو کې دنده ترسره کړي.
د ګمارنې شرایط:
- په هایدلبرګ ماشین کې کاري مخینه لرل
- په تخنیکي او چاپ چارو کې بشپړه بلدتیا
- مسؤولیت منونکی، متعهد او منظم
پر شرايطو برابر کسان کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۴۰۵/۴/۱۵ نېټې پورې د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسي او یا هم په حضوري ډول مراجعه وکړي.
۰۷۷۶۴۷۸۷۰۶ – ۰۲۰۲۱۰۰۲۷۸
پته: د معارف مطبعې امارتي شرکت، شاه دو شمشېره ـ کابل