د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/4/20 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د چارو د چټکتیا او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د تمویل کېدونکو پروژو د مدیریتونو (۵) قراردادي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

د ګمارنې شرايط:
ـ د افغانستان تابعیت درلودل.
ـ عمر یې له ۱۸ تر ۶۴ کلونو پورې وي.
ـ د اقتصاد، ادارې او مدیریت، د پروژې مدیریت او پراختیايي علومو په برخه کې د لېسانس سند لرل. (د ماسټرۍ سند درلودل امتیاز ګڼل کېږي.)
ـ د لېسانس لپاره ۳ کاله او د ماسټرۍ لپاره ۲ کاله کاري مخینه لرل.
ـ د ملي ژبو ( پښتو او دري) سربېره په انګلیسي ژبه د لیکلو او خبرو کولو وړتیا درلودل.
ـ د کمپیوټر له مایکروسافټ پروګرامونو سره بلدتیا.

یادونه: غوښتونکي کولای شي خپل غوښتلیکونه تر ۱۴ کاري ورځو پورې د (hr@gdsoc.gov.af) برېښنالیک پتې ته ولېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ.
۰۲۰۲۵۲۷۱۶۶