د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/4/20 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت د کېک او کلچې د تولید په موخه، د کلچې پخولو، ناشتا کېک او ډبل روټۍ د تولید په څانګه کې د بالمقطع قرارداد له مخې(۳) تنه مسلکي کارګران چې لږ تر لږه درې کلنه کاري مخینه ولري، له لاندې شرایطو سره سم ګماري.

 ۱ .  د کلچې پخولو دوه  بستونه، د ۱۰۰۰۰ افغانۍ امتیاز په درلودلو سره.
۲. د ناشتا کیک پخونې او ډبل روټۍ د کارګر برخې یو بست، د ۱۰۰۰۰ افغانۍ امتیاز په درلودلو سره.

پر شرایطو برابر کسان کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د چنګاښ میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې، د پېژندپاڼې کاپي سره یو ځای د مرکزي سیلو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو مدیریت ته مراجعه وکړي.

پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل