د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کارموندنې خبرتیا!
1405/5/3 00:00
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هوټلونو امارتي شرکت کار اهل کار ته د سپارلو او د کارکوونکو د لامسلکیتوب په موخه، د بېلانس او بانکونو مدیریت (۵ بست) د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

د ګمارنې شرایط:
ـ لږ تر لږه د محاسبې، مالي چارو، اقتصاد یا سوداګرۍ په برخه کې د لېسانس سند درلودل.
ـ په اړوند برخه کې لږ تر لږ ۲ کاله کاري مخینه.
ـ په Microsoft Office پروګرامونو کې ښه مهارت درلودل.
ـ د بانکي تطبیق (Bank Reconciliation) او مالي راپور جوړونې مخینه درلودل.
ـ په دوو ملي ژبو ( پښتو او دري) بشپړه بلدتیا او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا امتیاز ګڼل کېږي.

یادونه: پر شرایطو برابر کسان کولای شي خپل غوښتنلیکونه او تحصیلی اسناد په کاپي بڼه، د روان کال د زمري میاشتې له ۳مې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د هوټلونو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته وسپاري.

پته: د هوټلونو امارتي شرکت، اوومه کوڅه، ۳۰مه شمېره کور، درېیمه کارته ـ کابل

د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
 د اړیکې شمېره: ۰۷۷۸۸۵۰۵۲۴ 
برېښنالیک: hr@h-soc.gov.af