ریاست عمومی شرکت های امارتی
خبرتیا!
1404/11/8 00:00
Mumtaz اخبار
خبرتیا! د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، له خپلو کانونو استخراج شوي د لوړ کیفیت درلودونکي کُنده، جغله، بادامي او پوډري بڼې سره د ډبرو سکاره چې حرارتي ارزښت (GCV) یې له ۵۵۰۰ څخه تر ۷۵۰۰ پورې دی، په مناسبې بیې سره یې کورنیو او بهرنیو غوښتونکو ته وړاندې کوي. د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت اړوند د کانونو سیمې په لاندې توګه دي: شباشک ــ دره‌ صوف ولسوالۍ، سمنګان ولایت دهنه تور و ظهرا ــ دره‌ صوف بالا، سمنګان ولایت ګوله ــ دره‌ صوف پایین، سمنګان ولایت سرآسیاب ــ رودوآب ولسوالۍ، سمنګان ولایت سربند بزغور ــ چال ولسوالۍ او نمک آب ولسوالۍ، تخار ولایت شیندره ـ نهرین ولسوالۍ ـ بغلان ولایت یخپچ، جلګه ولسوالۍ ـ بغلان ولایت کرکر، دودکش، شورابک، آهندره، خورده ــ پلخمری ښار، بغلان ولایت انارک ــ تاله و برفک ولسوالۍ، بغلان ولایت آلوګک – اندارآب ولسوالۍ، بغلان ولایت د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ټولو تولیدي شرکتونو، کورنیو او بهرنیو صنعتي فابریکو او سوداګرو ته بلنه ورکوي، تر څو خپل غوښتنلیکونه (پرته له کوم شرط څخه) د یاد امارتي شرکت د بازارموندنې او پلور آمریت ته وسپاري. یادونه: د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، غوښتونکو ته د هغوی د اړتیا وړ د ډبرو سکاره، سپارل کېږي. پته: د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه، پلخمري ښار ـ بغلان