ریاست عمومی شرکت های امارتی
د امارتي شرکتونو لوی رئیس د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د مدیره پلاوي له مشرتابه سره ولیدل
1405/4/31 00:00
Mumtaz اخبار

د امارتي شرکتونو لوی رئیس د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د مدیره پلاوي له مشرتابه سره ولیدل

د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د مدیره پلاوي له رئیس، خان محمد فروتن او مل پلاوي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د مدیره پلاوي رئیس د امارتي شرکتونو له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرې، زیتون، نباتي غوړیو او همدارنګه د امارتي شرکتونو له لارې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د دغې خونې د تولیداتو د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه، ښاغلي فروتن غوښتنه وکړه چې امارتي شرکتونه دې د یادې خونې په هغه نندارتون کې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په لاره واچول شي، ګډون او همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال یاد پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د امارتي شرکتونو او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره به هر اړخیزه همکاري ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس، انجنیر محمد قاسم یوسفي، د نړیوالو اړیکو رئیس، حاجي امید حیدري، او د دې خونې اجرائیوي رئیس، ډاکټر وسیم صافي، هم ګډون درلود.