د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ او سیستمونو د پراختیا ریاست د کارموندنې خبرتیا

1405/7/8 15:29
Mumtaz د دندو فرصتونه

د کارموندنې خبرتیا!
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ او سیستمونو د پراختیا ریاست د چارو د لا چټکتیا او د وړ کسانو د ګمارنې په موخه، خپل درې خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
د بستونو عنوانونه:
•         د سیستمونو د پراختیا آمر – درېیم بست – ( ۴ کاله کاري مخینه لرل).
•         د شبکې د ساتنې او څارنې مدیر – پنځم بست – (۳ کاله کاري مخینه لرل).
•         د شبکې د امنیت مدیر – پنځم بست – (۱ کال کاري مخینه لرل).
 
د ګمارنې شرایط:
•         د افغانستان تابعیت ولري.
•         عمر یې له ۱۸ څخه تر ۶۴ کلونو پورې وي.
•         د کمپیوټر ساینس یا اړوندو څانګو په برخه کې د لېسانس سند ولري.
•         د هېواد د پښتو او دري ژبو سربېره، پر انګلیسي ژبه د خبرو او لیکلو وړتیا ولري.
•         د اړوندې دندې له کمپیوټري پروګرامونو سره بشپړه بلدتیا ولري.
 
یادونه:
هغه کسان چې پر شرایطو برابر وي، کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د روان کال د تلې میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې، د لاندې لېنکونو له لارې د غوښتنلیک فورمه ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته دې له خپلې سي وي سره یوځای د hr@gdsoc.gov.af برېښنالیک پتې ته واستوي.
 
د بستونو لېنکونه:
•         د سیستمونو د پراختیا آمر:
https://drive.google.com/file/d/1mG5ZcSrjP_tyRgaYrGlxFiPwEF1kwY-Z/view?usp=drivesdk
•         د شبکې د ساتنې او څارنې مدیر:
https://drive.google.com/file/d/1mG5ZcSrjP_tyRgaYrGlxFiPwEF1kwY-Z/view?usp=drivesdk
•         د شبکې د امنیت مدیر:
https://drive.google.com/file/d/1mG5ZcSrjP_tyRgaYrGlxFiPwEF1kwY-Z/view?usp=drivesdk