د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د کارموندنې خبرتیا!
د کارموندنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د سالمې او مسلکي ادارې رامنځته کولو او کار اهل کار د سپارلو په موخه، خپل ۳۷ خالي بستونه له ۱۴۰۵/۷/۱۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۷/۲۷ نېټې پورې اعلان ته سپاري.
پر شرايطو برابر کسان کولای شي چې د غوښتنلیک فورمه له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي، له ډکولو وروسته یې د PDF په بڼه، چې اندازه یې له 5MB څخه زیاته نه وي، د(recruitment.arcsa@aop.gov.af) برېښنالیک له لارې واستوي.
همدارنګه درانه غوښتونکي کولای شي د دندې د غوښتنلیک فورمه په حضوري ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست اړوند د تسهیلاتو د برابرولو، ټاکنو او د ولایتي چارو د همغږۍ ریاست څخه، چې د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته دې بېرته تسلیم کړي.
د بستونو د نوملیکنې لپاره اړین اسناد:
• د غوښتنلیک فورم
• د پېژندپاڼې کاپي
• د زدکړو تائید شوي اسناد
• د کاري مخینې اسناد
یادونه: د غوښتنلیک فورم په آنلاین او یا هم په حضوري ډول ولېږئ او دغیر ضروري اسنادونه له لېږلو څخه ډډه وکړئ.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸ شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
د اعلان شویو بستونو لېنک:
https://drive.google.com/file/d/1SlOIMUSkxrKuCT09aVWKQWhRUjjIJMes/view?usp=sharing
د پي ډي اف په شکل د غوښتنلیک فورم لېنک:
https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing
د ورډ په شکل د غوښتنلیک فورم لېنک:
https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true