په بادغیس ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي فعالیتونو څخه څارنه وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له پروژوي فعالیتونو څخه د څارنې، ارزونې او لیدنې لړۍ دوامداره ساتلې ده.
په همدې حال کې د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیر، محمدجان یوسفي ویلي، چې وړمه ورځ یې د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه ترسره کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه څارنه د روزنتون ماشومانو ته د غرمې ډوډۍ د وېش بهیر په وخت ترسره شوې ده او د روزنتون له مسؤولینو سره د خوړو د کیفیت، کمیت او د روغتیايي اصولو د مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې او مشورې وشوې.