د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس د پروان او پنجشېر ولایتونو له پروژو څخه لیدنه وکړه

1405/8/21 13:00
Mumtaz خبرونه

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس د پروان او پنجشېر ولایتونو له پروژو څخه لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګریزو چارو رئیس مولوي سید نېک محمد معتصم، پروان او پنجشېر ولایتونو د سفر په ترڅ کې د یاد شرکت له اړوندو پروژو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
 
د لیدنې پرمهال مولوي سید نېک محمد معتصم له ولایتي مدیرانو سره  د شرکت د روانو فعالیتونو، د پروژو د تطبیق څرنګوالي او د کاري بهیر د لا ښه تنظیم په اړه خبرې وکړې.
 
همداراز ښاغلي معتصم، ولایتي مدیرانو ته د چارو د ښه پر مخ وړلو، د پروژو د کیفیت او تطبیق بهیر ته د جدي پاملرنې او د ورسپارل شویو دندو د مسؤولانه ترسره کولو په تړاو یو لړ سپارښتنې او لازمې لارښوونې وکړې.
 
د یادونې وړ ده چې د دې لیدنې موخه د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق بهیر ارزول، د روانو فعالیتونو د وضعیت معلومول، د چارو د ښه والي لپاره د شته امکاناتو او فرصتونو برابرولو و.