د امارتي شرکتونو لوي ریاست

د ملي بس امارتي شرکت مسؤولین چین هېواد ته په رسمي سفر ولاړل 

1405/8/21 09:55
Mumtaz خبرونه

د ملي بس امارتي شرکت مسؤولین چین هېواد ته په رسمي سفر ولاړل 

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوی د تجربو ترلاسه کولو او تخنیکي بحثونو ترسره کولو په موخه د چین ولسي جمهوریت ته رسمي سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د مېټرو، عصري ملي بسونو او چټکو بسونو (BRT) د پېرودلو او واردولو په برخه کې له چینایي شرکتونو سره خبرې اترې، د تخنیکي امکاناتو ارزونه او د همکاریو د تړونونو لپاره د زمینې برابرول دي.

د دغه سفر په پایله کې به د هېواد د عامه ټرانسپورټ عصري کولو او پراختیا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.