د افسوټر امارتي شرکت لپاره نوی اجرائیوي رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال د افسوټر امارتي شرکت کارکوونکو ته نوی اجرائیوي رئیس، ډاګټر نظر محمد عرفان معرفي کړ او په چارو کې یې د غوره خدمتونو ترسره کولو او بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
په دې غونډه کې ښاغلي فرهادوال په اداره کې تغییر او تبدیل یو اصل یاد کړ او د افسوټر امارتي شرکت نوي اجرائیوي رئیس ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، کارکوونکو ته یې د مسؤولیتونو په ښه ترسره کولو ټینګار وکړ.
ورپسې د افسوټر امارتي شرکت مخکیني اجرائیوي رئیس، عبدالولي سعد په خپلو خبرو کې وویل چې د یوې ادارې لپاره اخلاص او ژمنتیا لومړیتوب لري او موږ تر خپلې وسې هڅه وکړه چې راکړل شوی مسؤولیت په ښه شکل سره سرته ورسوو.
همداراز د افسوټر امارتي شرکت نوي اجرائیوي رئیس، ډاګټر نظر محمد عرفان وویل چې مسؤولیت امتیاز نه، بلکې یو ستر امانت او دروند رسالت دی، د دې امانت د ښه ادا کولو لپاره د ټولو همکارانو همغږي، همکاري او ګډې هڅې اړینې دي.
د غونډې په پای کې ښاغلي عرفان د ادارې د لا پرمختګ او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د کلک هوډ یادونه وکړه.