د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس معرفي شو
1405/5/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دعوت او ارشاد رئیس معرفي شو
 
 د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال د دعوت او ارشاد ریاست لپاره مولوي محمد اشرف متقي د نوي رئیس په توګه معرفي کړ.
 
ښاغلي فرهادوال په خپلو خبرو کې وویل چې په اداراتو کې دنده ترسره کول، ستر امانت دی او په غوره شکل سره یې ترسره کول بیا زموږ مسؤولیت دی ترڅو د دغه امانت د سم ادا کولو لپاره باید په پوره اخلاص او ژمنتیا هڅه وشي.
 
همداراز ښاغلي فرهادوال څرګنده کړه چې باید د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی او د رئیس‌الوزراء د فرمانونو او لارښوونو بشپړ تطبیق ته جدي پاملرنه وشي او د اسلامي شعائرو او نبوي اخلاقو د پلي کولو لپاره دې کار وشي.
 
په پای کې د دعوت او ارشاد رئیس، مولوي اشرف متقي د ورکړل شوي باور له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د نوي مسؤولیت د امانت د ښه ترسره کولو لپاره به په اخلاص، ژمنتیا او د اسلامي اصولو په رڼا کې د ادارې د لا پرمختګ او اصلاح لپاره هڅې وکړي.