د امارتي شرکتونو د څار پلاوي ناسته ترسره شوه
د امارتي شرکتونو د لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ د څار پلاوي ناسته کې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د مالیې وزیر، حاجي ملا محمد ناصر آخند، د کانونو او پټرولیم وزیر، الحاج ملا هدایت الله بدري او د اقتصاد وزیر، قاري دین محمد حنیف ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د امارتي املاکو د وضعیت د ارزونې موضوع سربېره د ارزاقو، د کندز سپین زر، د افغانستان د خوندي اسنادو د چاپ او د انټرکانټیننټال هوټل امارتي شرکتونو د مدیره هیئت پرېکړو په اړه بحث ترسره شو.
ورپسې د مزارشریف د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت د ۱۴۰۴ مالي پلان، د کندز سپین زر امارتي شرکت د مالي کال د سوداګریز او تدارکاتي پلان او په کندز ولایت کې د استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د طرحې موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې ترسره شوې.
د غونډې په پای کې د افغان ټېلې کام مخابراتي امارتي شرکت د موضوع ترڅنګ، د تخنیکي کمېټې د وړاندیزونو او متفرقه موضوعاتو په اړه تر بحث وروسته، یو لړ پرېکړې هم ترسره شوې.