د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس معرفي شو
1405/5/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس معرفي شو
  
 د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت لپاره ملا عبدالله عزام د اجرائیوي رئیس په توګه معرفي کړ.
 
د غونډې په پیل کې د ملکي محاکمو د دعوت او ارشاد مدرس، مولوي جمال الدین وویل، موږ مکلف یو چې د الله تعالی ټولو اوامرو ته غاړه کېږدو او خپلې ورځنۍ چارې د اسلامي شریعت او د نبوي سنتو له لارښوونو سره سمې مخکې یوسو، ترڅو د سپارل شوي امانت حق ادا کړو.
 
همداراز د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویاند، مولوي محمد نبي بهار، د ریاست الوزراء عالي مقام حکم چې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو خدمتونو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس د ټاکنې په موخه صادر شوی و، ولوست او په چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
 
د غونډې په پای کې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا، د مسؤولینو او کارکوونکو د بریالیتوب او د سپارل شویو مسؤلیتونو په اړه وروستۍ دعائیه ترسره شوه.