د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کابل – ډهلي الوتنې بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې
1405/5/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د کابل – ډهلي الوتنې بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت خپلو درنو مسافرو، پېرودونکو او سوداګریزو استازو ته په خوښۍ خبر ورکوي، چې د هند د ملکي هوايي چلند ادارو لخوا د کابل–ډهلي د الوتنو عملياتي اجازې ترلاسه شوې دي.
 
له همدې امله، د آريانا افغان هوايي شرکت د کابل – ډهلي الوتنې به له دې وروسته له اعلان شوي مهالوېش سره سم، په عادي او منظمه توګه ترسره کېږي.
 
د آريانا افغان هوايي شرکت د وروستیو ځنډونو پر مهال د خپلو مسافرو، پېرودونکو او سوداګریزو شریکانو له زغم، همکارۍ او باور څخه مننه کوي او ژمنه کوي، چې د خوندي، باکیفیته او پر وخت هوايي خدمتونو وړاندې کولو ته به دوام ورکړي.