د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت تجارتي رئیس معرفي شو
1405/5/13 00:00
Mumtaz خبرونه

د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت تجارتي رئیس معرفي شو 

‏نېټه: سه شنبه / ۲۰ / صفر المظفر / ۱۴۴۸ هـ ق
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال له لوري، عبدالولي سعد د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت د تجارتي رئیس په توګه معرفي شو. 

په دې غونډه کې چې د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي محمد شفیق محمود او ځینو نورو اړوندو رئیسانو هم ګډون درلود، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال په خپلو خبرو کې وویل، چې اوس مهال هر مسؤول ته د خدمت ډېره ښه موقع په لاس ورغلې او دغه رسالت ته باید په پوره ژمنتیا سره کار وکړو. 

ښاغلي فرهادوال زیاته کړه چې په اداراتو کې تغیرات د چارو د لا منظمولو او منسجمولو په موخه ترسره کېږي او دا نوې ټاکنه هم په همدې موخه ترسره شوې ترڅو چارې منظمې او د ولسي خلکو غوښتنو ته لازمه رسېدنه وشي. 

همدارنګه د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي محمد شفیق محمود مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، نوي تجارتي رئیس ته د هر راز همکاریو ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې اسلامي نظام زموږ او ستاسو ګډ کور دی او په هره برخه کې باید خپل نظام او خپلو خلکو ته د خدمت وړاندې کولو هوډ ولرو.