د هوټلونو امارتي شرکت تجارتي او عملیاتي رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال له لوري، مولوي حیات الله حبیب د هوټلونو امارتي شرکت د تجارتي او عملیاتي رئیس په توګه معرفي شو.
په دې غونډه کې چې د هوټلونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، حافظ عبدالمنان مبارک هم ګډون درلود، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال د مولوي حیات الله حبیب تېرې هڅې وستایلې او په نوې دنده کې یې ورته د بریالیتوب او لا زیاتو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
ښاغلي فرهادوال په خپلو خبرو کې وویل چې څلور لسیزې زموږ هېوادوالو ډېرې ستونزې ګاللي دي؛ اوس باید له شته حالت څخه اعظمي ګټه پورته شي او ټولې چارې پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه ترسره شي.
همدارنګه د هوټلونو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، حافظ عبدالمنان مبارک د چارو انسجام او چټکتیا اړین یاد کړل او له خپل اړخه د هرراز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.