د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو د همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو
1404/11/19 00:00
Mumtaz خبرونه
د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو د همکارۍ په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو نېټه: یکشنبه/۲۰ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ، د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک له مخې به، د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو لېږد په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او چټکو خدمتونو او خوندي لېږد رالېږد ته به لاره هواره شی. د یادونې وړ ده چې د یاد هوکړه لیک پر مټ به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا، د کورنیو او نړیوالو پُستي فعالیتونو د لا اغېزمنتیا او د پېرودونکو د رضایت د لوړولو په برخه کې مهم او رغنده رول ولوبوي.