د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت لپاره عملیاتي رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د سوداګریزو چارو رئیس، مولوي عبدالحلیم آغا، د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، احمد فردین ضیايي او د مالي او اداري چارو رئیس په شتون کې، محمد ایوب محمدي د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت د نوي عملیاتي رئیس په توګه معرفي شو.
د یادې معرفت غونډې په پیل کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د سوداګریزو چارو رئیس، عبدالحلیم آغا د آزادۍ مطبعې عملیاتي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او له مسؤولینو او کارکوونکو یې د چارو د پرمختګ په موخه د ګډې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه نومړي زیاته کړه چې باید د چاپ او نشر په برخه کې بنسټیز او عملي ګامونه پورته شي ترڅو مطبعه یو ځل بیا خپل پخوانی اعتبار او برم ترلاسه کړي.
ورپسې د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، احمد فردین ضیايي د عملیاتي چارو نوي رئیس ته ښه راغلاست ووایه او په ورسپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
ښاغلي ضیايي د عملیاتي چارو نوي رئیس ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د کار د حجم او اړتیاوو په پام کې نیولو سره به خپلې هڅې لا دوامدارې وساتي، ترڅو اداره لا ښه لوري ته روانه شي.
همداراز نوي ټاکل شوي رئیس، محمد ایوب محمدي وویل چې په داسې اسلامي نظام کې د خدمت فرصت ځان ته یو لوی ویاړ ګڼي او ټینګار یې وکړ چې موږ د الله تعالی د بندګانو د خدمت لپاره ټاکل شوي یو، نو باید خپلې دندې په بشپړ اخلاص او مسؤولیت سره ترسره کړو.
په پای کې ښاغلي محمدي، د یاد امارتي شرکت له ټولو همکارانو وغوښتل چې په خپلو کې سره ګډه همکاري ولري، ترڅو د ادارې چارې په چټکۍ او ښه توګه پرمخ ولاړې شي.