د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لسګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو کرنیزو فارمونو له لارې لسګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د هېواد د کرنیز سکټور د ودې او د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
دا مهال په یادو فارمونو کې ګڼ شمېر هېوادوال په کرنیزو چارو او کرکېله بوخت دي؛ دوی د خپلو هڅو او زیار په مټ د کرنیز تولید د زیاتوالي لپاره عملي ونډه اخلي او د باکیفیته کورنیو کرنیزو محصولاتو په تولید سره د هېواد د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په بهیر کې ارزښتناک رول ترسره کوي.
د یادونې وړ ده چې یاد شرکت د کرنیز سکټور د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه بېلابېلې کرنیزې پروژې پلي کوي.