د امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې او ارزونې رئیس معرفي شو
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال له لوري چې د سوداګریز چارو رئیس، مولوي عبدالحلیم آغا هم شتون درلود، مولوي اسدالله حلیم د امارتي شرکتونو لوی ریاست د څارنې او ارزونې د رئیس په توګه معرفي شو.
په دې غونډه کې د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال نوي رئیس ته د سپارل شوي مسؤولیت په موخه د بریا هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې بدلون په نظام کې یو بنسټیز اصل دی، هیله ده چې د نوي مسؤول په مشرۍ د څارنې چارې لا اغېزمنې او منظمې شي.
همداراز ښاغلي فرهادوال د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د نظارت برخه په ټولیز ډول لا ډېرې هڅې، پاملرنې او دوامداره کار ته اړتیا لري، ترڅو د چارو کیفیت لا لوړ شي.
ورپسې د سوداګریزو چارو رئیس، مولوي عبدالحلیم آغا د رئیس الوزراء محترم مقام حکم چې د یادې ټاکنې په موخه صادر شوی و، ولوست او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې یاده معرفت غونډه د نوي رئیس لپاره د بریا او توفیق، د اسلامي نظام د لا پرمختګ او د هېواد د سوکالۍ په دعایې سره پای ته ورسېده.