په تورغونډۍ بندر کې د ۱۲۰ ټنه لوړ تناژ ترازو د جوړولو چارې پیل شوې
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال د تدارکاتي پلان له مخې، د ۱۲۰ ټنه ظرفیت لرونکي لوړ تناژ معیاري ترازو د جوړولو چارې پیل کړې.
د یادې پروژې د تطبیق چارې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مقام له منظورۍ، د تدارکاتي پروسې د قانوني پړاوونو او د آفر پرانېستې له بشپړېدو وروسته، د (۳,۹۸۶,۱۰۰ درې میلیونه، نهه سوه شپږ اتیا زره او سل) افغانیو په لګښت سره پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د هرات ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست، د ټولګټو ریاست تخنیکي ټیمونو، د کشک رباط سنګي ولسوالۍ مرستیال او په تورغونډۍ بندر کې د استراس امارتي شرکت استازو ګډون کړی و.