د امارتي شرکتونو لوي ریاست
ټاکل شوي پلاوي د تخار د سپین ‌زر سوداګریز ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
1405/5/15 00:00
Mumtaz خبرونه

ټاکل شوي پلاوي د تخار د سپین ‌زر سوداګریز ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
 
د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د اقتصاد، مالیې، کانونو او پټرولیم وزارتونو او د افغانستان بانک استازو تخار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د تالقانو د سوداګریز ښارګوټي او د سپین ‌زر شرکت د پلان شویو سیمو څخه په داسې حال کې لیدنه او څارنه وکړه، چې د سپین ‌زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس عبدالحفیظ فریاد هم ورسره ملتیا کوله.
 
د دې لیدنې په پیل کې د سپین‌ زر امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، عبدالحفیظ فریاد د تالقانو د سوداګریز ښارګوټي د مارکېټونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه ښارګوټی د عامه اقتصاد په وده، د ښاري پراختیا، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د شرکت د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
 
همدارنګه ښاغلي فریاد او ورسره مل پلاوي د سپین‌ زر امارتي شرکت د تالقانو له پلان شویو او سوداګریزو سیمو څخه هم لیدنه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټاکل شوې ده په دغه ولایت کې د ۳۶ جریبه ځمکې پر سر د څه باندې ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت د یوه لوی سوداګریز او استوګنیز مرکز د جوړولو چارې پیل شي.
 
د یادونې وړ ده چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د پلخمري نساجۍ، د بغلان بورې او د بلخ نساجۍ امارتي شرکتونو څخه هم لیدنه کړې وه.