له چين هېواد څخه د برېښنايي تجهيزاتو د واردېدو لړۍ پيلېږي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان کارټ امارتي شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ څه موده وړاندې د برېښنايي تجهيزاتو د تدارک تړون لاسليک شو.
د همدې تړون پر اساس د دواړو شرکتونو مسلکي پلاوي چين هېواد ته سفر وکړ او هلته يې د يادو تجهيزاتو د توليد له فابريکو څخه ليدنه او تخنيکي ارزونه ترسره کړه؛ د ارزونې له بشپړېدو وروسته له يو شمېر فابريکو سره قراردادونه هم لاسليک شول، ترڅو ياد تجهيزات د ټاکل شويو معيارونو او نړيوالو سټنډرډونو سره سم توليد او افغانستان ته وارد شي.
د ترسره شوي تړون له مخې د برېښنايي تجهيزاتو د توليد او بارګيرۍ بهير پيل شوی دی، چې د واردېدو چارې به یې د افغان کارټ امارتي شرکت له لوري په څو پړاوونو کې ترسره شي.
د لومړي پړاو په ترڅ کې د افغانستان برېښنا امارتي شرکت لپاره د توزيعي شبکو د متفرقه تجهيزاتو او د انسولېټرونو د ملحقاتو په ګډون د شاوخوا ۲۷ کانټينرونو بارګيري پيل شوې، چې له بارګيرۍ وروسته به هېواد ته راوړل شي.