په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۴۰۵ تنو بهرنیو سیلانیانو ته سیاحتي چوپړتیاوې برابرې شوي
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو (کب، وري، غويي او غبرګولي) میاشتو کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې په ټولیز ډول ۲۴۰۵ بهرنیو سیلانیانو ته سیاحتي چوپړتیاوې برابرې شوې دي.
د دغو چوپړتیاوو په لړ کې بهرني سیلانیان د هېواد مرکز او د بېلابېلو ولایتونو تاریخي آبداتو، سیاحتي او تفریحي سیمو ته په رسمي ډول ورپېژندل شوي او د سفرونو د لا ښه تنظیم او اسانتیاوو لپاره ورته لازمې لارښوونې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د افغان تور امارتي شرکت د هېواد د توریزم او ګرځندوی سکټور د پیاوړتیا، د تاریخي او فرهنګي میراثونو د پېژندنې او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.