د مزارشریف د سرې او بریښنا تولید امارتي شرکت لنډه پېژندنه!
1. عمومي معلومات
• د شرکت نوم: د مزارشریف د سرې او بریښنا تولید امارتي شرکت
• د جوړېدلو کال: ۱۳۴۵هجري لمریز
• د ملکیت نوعیت: ۱۰۰ سلنه امارتي ملکیت
• پته: دهدادي ولسوالۍ - بلخ ولايت
• د فعالیت ساحه: د یوریا سرې او حرارتي بریښنا په تولید برخه کې فعالیت کوي.
• قانوني جوړښت: امارتي شرکت
2. لید او ماموریت
• لید:
د سرې او برېښنا تولید امارتي شرکت په افغانستان کې ترټولو لوی کیمیاوي پتروشیمي دولتي صنعت دی.
دا فابریکه نه یوازې ځمکې ته د کښت او کرنې لپاره غوره نباتي خواړه (نایتروجن) رسوي، بلکه له ۲۰۰۰ کورنیو څخه زیاتو ته یې په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده؛ سربیره پر دې د شرکت د تولیدي ماشینونو څخه اضافي برېښنا د مقدسو مربوطه ځایونو د روښنايي او همدارنګه د غوښتونکو د لسګونو لویو او کوچنیو ماشینونو د فعالیت لپاره ترې استفاده کېږي.
• ماموریت:
دا شرکت د یوریا سره د کرنې د سکټور ودې او برېښنا فابریکو د ماشینونو فعالیت لپاره تولیدوي او همدارنګه د طبیعي سرچینو څخه په مؤثر ډول استفاده او د ملي اقتصاد د پرمختګ په برخه کې رغنده رول لري؛ د دې فابریکې محصولات په داخلي بازارونو او همدا شان د ملي سوداګرو له لوري په بهرنیو بازاونو کې د هېواد د نافذه قوانینو او مقرراتو سره سم او د قانوني پروسې د اجراء څخه وروسته وړاندې شوي.
د دې فابریکې د بنسټیزو محصولاتو خام مواد (طبیعي ګاز، اوبه او هوا) دي چې د هېواد له داخل څخه او هغه څه چې د محصولاتو په ذاتي ارزښت اغیزه کوي، لکه: روغنیات، تجهیزات، لابراتواري مواد، کتلست او داسې نور له بهر څخه ترلاسه کېږي.