سږ کال د خرما په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د هډې فارم، دویم بلاک د خرما په بڼ کې سږني حاصلات د پام وړ زیاتوالی لري، چې د تېر کال په پرتله به د کمیت او کیفیت له پلوه هم غوره وي.
د یاد امارتي شرکت مسؤولین وايي چې د کال له پیل راهیسې په خرما بڼونو کې ټولې اړینې اګروتخنیکي چارې، د ونو پالنه او ساتنه پر خپل وخت او د مسلکي اصولو له مخې ترسره شوې دي.
د منظمې پالنې او پر وخت ترسره شویو کرنیزو فعالیتونو پایله دا ده چې د خرما ونې له حاصل څخه ښې درنې شوې او د بډایه او غوره حاصلاتو ښه زېری له ځان سره لري.