د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت نوی اجرائیوي رئیس معرفي شو
نېټه: شنبه / ۲۴ / صفر المظفر / ۱۴۴۸ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال، د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري او د تفتیش رئیس، سید عبدالباري هاشمي په شتون کې د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت لپاره د نوي اجرائیوي رئیس، مولوي نجم الدین فضلي او د یاد امارتي شرکت د مشاور، ډاکټر احمد خالص د معرفت غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت کفیل، ملا محمد هاشم فرهادوال وویل چې په اداراتو کې تغیر او تبدیل د کارونو د بهبود او ښه والي په موخه ترسره کېږي؛ په همدې اساس اړینه ده چې راکړل شوی مسؤولیت په پوره امانتدارۍ سره پرمخ یوسو.
د ناستې په لړ کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په خپلو خبرو کې وویل چې د فارمسي ابن سینا امارتي شرکت اداري سیستم، اساسي او غیر اساسي فعالیتونه ډېر ښه حالت ته رارسېدلی او اړینه ده چې لا بهتر او ښه لوري ته ولاړ شي.
ښاغلي مظهري زیاته کړه چې په هېواد کې د درملو کیفیت او کمیت لا هم ستونزي لري چې د ابن سینا فابریکي په جوړولو سره به دغه نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي؛ اړینه ده چې د هېوادوالو د رفاه او اسانتیاوو په موخه د درملو د تولید او تورید په برخو کې کوټلي ګامونه پورته شي.
همداراز د تفتیش رئیس، سید عبدالباري هاشمي له مخکیني اجرائیوي رئیس څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې په ګډه باید د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت د پرمختګ او انسجام لپاره کار وکړو.
د غونډې په ترڅ کې د یاد امارتي شرکت مخکیني اجرائیوي رئیس، ډاکټر احمد خالص وویل چې موږ د خدمت هوډ لرو او په هره برخه کې چې وي خپلې تجربې او معلومات به له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړو.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی خالص د امارتي شرکتونو لوی ریاست د پلاوي له لوري، د یاد امارتي شرکت د مشاور په حیث کارکوونکو ته ور وپېژنل شو.