د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت په پام کې لري چې د شفافیت د تأمین، کیفیت د لوړولو او لګښتونو د کمولو په موخه د ۱۴۰۳–۱۴۰۴ مالي کلونو د مالي صورت حسابونو د تفتیش لپاره د بهرني مفتش د استخدام پروسه، چې تشخیصیه شمېره یې (AGSOC/1405/NCB/NC-2229) ده، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته وسپاري.
له همدې امله، ټولو هغو بهرنیو تفتیشي شرکتونو څخه چې د مالیې وزارت د افغانستان د مسلکي محاسبینو ادارې (CPA-AFG) جواز ولري، بلنه ورکول کېږي چې د زمري میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه د وږي میاشتې تر ۵مې نېټې پورې د شرطپاڼې د ترلاسه کولو په موخه د https://shorturl.at/uYv9e لېنک او یا په حضوري ډول د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تفتیش ریاست ته مراجعه وکړي؛ د شرطپاڼې له دقیقې مطالعې وروسته دې خپل وړاندیزونه له درج شویو شرایطو سره سم ترتیب او په ټاکل شوې نېټه دې، یادې ادارې ته وسپاري.
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۵/۲۵ نېټې، د یکشنبې ورځې د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په ۷مه نېټه، د سهار۱۰:۰۰ بجې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ودانۍ، پنځم پوړ، د غونډ په تالار کې جوړېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي غوښتنلیکونه په پروسه کې نه شاملېږي.
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلورلارې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته څېرمه ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې او برېښنالیک پتې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۸۱ – audit@gdsoc.gov.af