د مزایدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د مرکزي سیلو امارتي شرکت په پام کې لري ترڅو د خپل ملکیت یو جریب ځمکه چې په باغ سیلو کې موقعیت لري، د میاشتې د (۲۷،۰۰۰ اووه ویشت زره) افغانیو کرایې په بدل کې د ۳ کلونو لپاره، د برداران زمان فیض نړیوال ترانزیټي او بارچالاني شرکت ته په کرایه ورکړي.
هغه اشخاص، امارتي ادارې، مؤسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه چې غواړي یاد ملکیت له ټاکل شوې بیې په لوړه کرایه ونیسي، کولای شي خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۹ ورځو پورې د مرکزي سیلو امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه او خپله دې د ۱۴۰۵/۰۶/۰۹ نېټې د دوشنبې ورځ د داوطلبۍ په غونډه کې حاضر شي.
یادونه: د آفر تضمین (۸۱۰۰۰، یو اتیا زره) افغانۍ په نغدي توګه اخیستل کېږي.
پته: د مرکزي سیلو امارتي شرکت، درېیمه ناحیه ـ کابل